Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران له هرمز تنګي پاکستاني بېړیو ته د تګ‌ اجازه ورکړې

16140055a0aad21

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار تایید کړې چې ایران د پاکستان تر بیرغ لاندې ۲۰ نورو بېړیو ته اجازه ورکړې چې د هرمز له تنګي تېرې شي.

اسحاق دار دا پرېکړه «رغنده ګام» بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د سولې لپاره هیلې زیاتوي او د سیمې د ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي.

ټاکل شوې ده چې پاکستان نن یکشنبه د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو په اړه د څلور اړخیزې غونډې کوربه وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې غونډه کې به د ترکیې، پاکستان، مصر او سعودي عربستان لوړپوړي ډیپلوماټان په اسلام‌اباد کې سره راټول شي، څو د سیمې د تاوتریخوالي د کمولو پر هڅو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرمز تنګي له لارې تګ‌راتګ د مارچ له پیل راهیسې د امریکا او اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې له امله سخت محدود شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام