د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل په زړه پورو سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه، اپرېل ۱۶مه راجستان رویلز له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د ډیلي په «ارون جېټلې کرېکټ لوبغالي کې» پیل شي.
ډیلي کپېټلز د ایپياېل لیګ د تېرو پړاونو په پرتله سږني ایپياېل لیګ تر دې مهاله ښه ځلېدلې او له کړیو پنځو سیالیو څخه یې، څلور ګټلي او دوه یې، بایللې دي. یاده لوبډله د سیالیو په جدول کې دویم ځای لري.
راجستان رویلز بیا د ایپياېل لیګ د تېرو پړاونو په پرتله سږکال کمزوري برېښي او له شپږو سیالیو څخه یې، یوازې دوه لوبې ګټلې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راجستان رویلز چې افغان لوبغاړی فضلالحق فاروقي هم لوبېږي، په څلور امتیازونو د جدول اتم ځای کې شتون لري.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې راجستان درې ځلې او ډیلي دوه وارې بریاوې خپلې کړې دي.
د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې پنجاب کنګز لوبډلې له خپلو ۱۱۵ منډو دفاع وکړه او پیاوړې کلکتې لوبډلې ته په ۱۶ منډو ماته ورکړه.