د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن ممبی انډیینز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.
دواړو لوبډلو په روان ایپياېل لیګ کې تر دې مهاله درې درې لوبې کړي چې یوازې یوه یوه لوبه یې، ګټلې ده. ممبی انډیینز د جدول په شپږم او لکنا بیا اووم ځای لري.
افغان لوبغاړی مجیبالرحمن هم له ممبی انډیینز سره لوبېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له ۲۰۲۲کال راهیسې د ایپياېل لیګ کې په مخ شویو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې لکنا څلور ځلې ممبی انډیینز ته ماته ورکړې ده. ممبی انډیینز هم یوازې یو ځل د لکناو پر وړاندې بریا خپله کړې.
د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې کلکته نایټرایډرز لوبډلې د ۸۰ منډو په توپیر پیاوړې سنرایزرز حیدراباد ته ماته ورکړه.