ملګروملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د نېټې اعلان ترڅنګ وايي چې سرپرست حکومت ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوحې درېیمه غونډه به د روان کال د جون پر ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د هېوادونو د ځانګړيو استازیو په ګډون جوړه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه غونډه کې د سرپرست حکومت د استازیو ګډون یا نهګډون په اړه تراوسه وروستۍ پرېکړه نهده شوې.
هغه وویل: «اسلامي امارت ته بلنه ورکړل شوې، موږ وینو چې ا.ا څه شرایط لري او دا ناسته څومره احتوا کوي، وروسته به د ګډون یا نه ګډون پرېکړه وکړو، اوس دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.»
د ملګروملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې رزمیري ډيکارلو روانه اوونۍ کابل کې د سرپرست حکومت له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره کتنو کې د دوحې د درېیم ناستې د اجنډا په اړه یو لړ جزییات وړاندې کړي.
د هغې په وینا، د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه کې به پر مالي او بانکي مسایلو، له نشهيي توکو سره پر مبارزې، د کوکنارو پر بدیل کښت، د اقلیمي بدلون له امله پر زیانونو او د ملګروملتونو او اسلامي امارت پر غوښتنو او اندېښنو خبرې وشي.
د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان که څه هم د نړۍ په مهمو غونډو کې د سرپرست حکومت ګډون له انزوا څخه د افغانستان د وتلو او د ستونزو حل لپاره مهم بولي؛ خو زیاتوي، د دواړو خواوو لپاره اړینه ده چې د یو بل د غوښتنو پر وړاندې نرمښت ولري.
د سیاسي چارو کارپوه محمود اظطرابي وویل: «که له ناستې وړاندې دواړه لوري خپل ګډ هدفونه په ډاګه کړي چې د دواړو لوریو غوښتنې په پام کې ونیسي، دا ناسته کېدای شي ګټوره وي، که د یوه واحد هدف لپاره ونهڅارل شي، هېڅ مثبته پایله به ونهلري، دریځ نیونه به د دې ناستې د بېپایلې کېدو لامل شي.»
د ملګروملتونو د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې افغان څېرو د ملګروملتونو د سرمنشي له سیاسي مرستیالې سره کتنه کې غوښتې چې د افغانستان په اړه، هره تګلاره جوړېږي، باید انساني ننګونو او اقتصادي پرمختیا ته چې دغه هېواد ورسره مخ دی، ډېره پاملرنه وشي.