Asset 1SWN

سلام وطندار

افغاستان کې پانګوالو د ۱۱میلیارډ ډالرو پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی

Excavator working at Mining site

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې یو‌شمېر کورنیو او بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د کانونو، کرنې، روغتیا، برښنا، زیربناوو او ټراانسپورټ په ګډون بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۱۰ میلیارډ او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته چمتووالی ښودالی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم وايي چې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ډېره شوې او په وینا یې، اوس ډېری هغه کارخونې چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته غیرفعالې وې، بېرته یې فعالیت پیل کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې افغانستان کې بدلون راغی، شاوخوا ۳۰سلنه شرکتونه فعال وو او اوس چې موږ یې شمېرې لرو، تر ۹۵سلنې زیاتې کارخونې او شرکتونه چې غیرفعال وو، بیا یې په کار پیل کړی.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له دوو کلونو راهیسې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی او د نړیوالو مرستندویه موسسو د شمېرو له مخې تر ټولو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اقتصادي چاروکارپوه عبدالنصیر رشتیا د افغانستان د سیاسي ستونزو شتون هېواد کې د پانګونې پر وړاندې د خنډونو له لویو ننګونو څخه ګڼي او ټینګار کوي چې افغانستان کې د پانګونې د جلبولو او له شته فرصتونو څخه د ګټې‌اخیستنې لپاره باید اوسني سیاي ناورین ته د حل یوه لاره ولټول شي.

هغه وویل: «بهرني پانګوال افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي، که موږ وکولای شو له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې هوارې کړو، دا لېوالتیا به نوره هم زیاته شي او هېواد کې به د بې‌وزلۍ په راکمولو کې مرسته وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر مرستو د افغانستان تکیه د دې لامل شو چې د جمهوریت له ړنګیدو وروسته افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ شي، خو ا.ا د تېرو دوو کلونو پر مهال د تېلو او کانونو برخه کې د مهمو قراردادونو په لاسلیکولو سره هڅه کوي چې بېرته یې عادي حالت راوګرځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام