د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونیسکو د سپټمبر اتمه د سواد د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده. یوشمېر مدني او د پوهنې برخې فعالان وايي، په افغانستان کې د بېسوادۍ کچې د لوړېدو لامل کلونه کلونه جګړې او بېوزلي ده.
مدني فعاله تهمينه منګل وايي، بېسوادي د هېواد پر اقتصادي او ټولنيز وضعيت منفي اغېز کوي او په وینا یې، وزګارتیا او بېوزلي ورسره ډېرېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پوهنې برخې فعال جمالالدین سلیماني وايي، په هیواد کې د بېسواده وګړو ډېرېدل د دې لامل کېږي چې افغانستان پر نورو هېوادونو تکیه وکړي.
بلهخوا کورنۍ جګړې، کډوالي او بېوزلي د دې لامل شوې چې نارینه له څو کلونو راهیسې له سواد څخه بېبرخې پاتې شي. یوشمېر هغه نارینه چې له زدهکړو بېبرخې پاتې شوي وايي، د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله له زدهکړو لرې پاتې دي.
مولودعلي چې ۷۰ کلن دی او بوټونه ګنډي وايي، د جګړو او بېوزلۍ له امله يې زدهکړې نهدي کړي، خو په خبره یې، اوس له ګڼو ستونزو سره مخامخ دى.
هغه زیاتوي: «درس مې نهدی لوستی، بېسواده یم او یوځای مې پیدا نهکړ. اوس دلته راغلی یم چې اتهکسیزې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم. ځوانانو ته مې پیغام دی چې زدهکړې وکړي؛ ځکه په ګټه یې دي.»
شل کلن کوثر وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې ښوونځی پرېښود، خو اوس پښېمانه دی. هغه زیاتوي: «تر نهم ټولګي پورې مې زدهکړې وکړې او بیا د اقتصادي ستونزو له کبله ښوونځي ته ولاړم نه، خو اوس پښېمانه یم. اقتصادي وضعیت مو خراب و، ښوونځی مې پرېښود او یوه کارخونه کې مې کار پیدا کړ؛ هغه هم بنده شوه او اوس په هوټل کې کار کوم.»
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې اوس په ټول هېواد کې څه باندې ۱۶۰ زره کسان د سواد زدهکړې په ټولګیو کې دي. د دغه وزارت ویاند منصوراحمد حمزه وايي، هڅه کوي هغو کسانو ته د سواد زدهکړې اسانتیاوې برابرې کړي چې له زدهکړو بېبرخې وو او د بېلابېلو لاملونو له کبله ترې پاتې شوې وې.
یونسکو هم د یکشنبې په ورځ د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې او پهکې لیکلي یې دي چې په ۲۰۲۲ کال کې د خپرې شوې احصایې له مخې، په هرو اوو کسانو کې لږترلږه یو یې له پنځلس کلنۍ څخه پورته د سواد لومړني مهارتونه نه لري.