د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان حکومت د اسلامي شریعت په رڼا کې د بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی.
هغه وویل، اسلامي امارت د افغانانو حقوق رعایت کوي او د هغو بشري حقونو رعایت کولو ته ژمن دی چې اسلامي شریعت منلي.
د ښاغلي مجاهد په وینا: «البته دا څرګندوم چې بېلا بېلو هېوادونو کې د بشري حقونو تعریف څخه مختلف برداشت کیږي او مونږ هغو بشري حقونو ته ژمن یو چې اسلامي شریعت منلي دي.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې بشري حقوق ټولو پورې تړاو لري او د ژوند، ازادۍ او عدالت حق د بحث وړ نه دی.
د ملګروملتونو عمومي مجمع ۱۹۴۸ میلادي کال کې د ډیسمبر ۱۰مه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.