د سرهصلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون استازي ډیلن وینډر د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو عمومي مجمع غونډه کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د بشري بحران په درشل کې دی.
هغه ټینګار کړی او ویلي چې سیاسي ستونزې باید افغانانو ته د بشري مرستو رسولو پر وړاندې خنډ جوړ نهکړي.
«نهیوازې دا چې بشري بحران کم شوی نه دی، بلکې لاپسې ژور شوی. میلیونونه کسان اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د لومړنیو خدماتو کمښت سره مخ دي. د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې څه باندې یو میلیون کسان له پاکستان او ایرانه راستانه وي، دغه کار پر محدودو سرچینو فشار ډېر کړی.»
هغه د ملګروملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان هېر نهکړي او دغه هېواد سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي.
ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، سرپرست حکومت د اقتصادي وضعیت ښهوالي لپاره باید په پرمختیايي او اوږدمهاله پروژو تمرکز وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې سره، د اقتصاد وزارت مسوولان بشري مرستو ته د افغانانو پر اړتیا ټینګار کوي او وايي، اسلامي امارت هېواد کې د اقتصادي وضعیت ښهوالي لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.
«د اقتصاد وزارت د کاري زمینو رامنځ ته کولو او د اقتصا ثبت لپاره ځینو سکتورونو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې د اقتصادي ثبت ښهوالي لپاره د پرمختیايي پروژو تطبیق ته زمینه برابه کړي. بېلابېلو برخو کې د ستونزو حل لپاره له کورنیو تولیداتو ملاتړ زمونږ لومړیتوب دی او ترڅنګ یې د نړیوالو ملاتړو بنسټونو او موسسو ملاتړ کولی شي، مثبت اغېز ولري.»
د یادونې ده چې د ملګروملتونو د خوړ نړیوال سازمان تېره ورځ ویلي چې د بودیجې کمښت په دلیل د سږکال اوړي کې د هغو لس میلیون کسانو له جملې چې لوږې سره مخ دي، یوازې یو میلیون سره مرسته وکړي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې افغانستان کې یې د مرستندویه فعالیتونو لمن د پام وړ راکمه شوې ده.