د لوګر د کرېکټ امریت مسوولان وايي، د کرېکټ انټرکلب دغه ۵۰ اورېزې رسمي سیالي د افغانستان کرېکټ بورد ادارې له لوري جوړې شوې چې ۴۵ ورځې یې دوام وکړ.
د دغه ولایت د کرېکټ امریت امر حشمتالله ستانکزي سلاموطندار ته وویل، دغه سیالي د ۱۶ لوبډلو ترمنځ وشوې چې پایلوبې ته یې همت او افریدي لوبډلو لاره موندلې وه او همت لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالۍ لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپیر ماته ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، د یادو سیالیو له جوړېدو څخه یې موخه ولایتي لوبډلې ته د پياوړو لوبغاړو غوراوی، د کرېکټ لوبې ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږي رامنځته کول وو.
د لوګر کرېکټ د انټرکلب سیالیو لوبغاړي هم خوښ دي چې د کرېکټ بورډ ادارې له لوري په دغه ولایت کې رسمي سیالي په لاره اچول شوې وې، خو دوي ټینګار کوي چې د کرېکټ لوبې د ترسرهکيدو لپاره دې د کرېکټ لوبغاړو ته اسانتیاوې رامنځته شي.