فرانسه کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد له یوه زندان څخه یو ۲۰کلن بندي د یوه بل بندي په بیک کې پټ او له زندان څخه تښتېدلی دی.
یاد بندي چې د بند موده یې، بشپړه کړې وه او له زندانه وته، په خپل بیک کې ۲۰کلن بندي هم له ځان سره اېستلی دی.
د فرانسې د زندان سرویس اعلان کړی چې په دې اړه یې، څېړنې پیل کړي دي.
دغه بندي د فرانسې سوېلختیځ لیون ښار ته نږدې له «کوربا» زندان څخه په تېښته بریالی شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد زندان ادارې ویلي: «نوموړي د خپل بنديخونې د ملګري د ازادېدو څخه په ګټېاخیستنې، د نوموړي په بیک کې پټ شوی او له زندان وتلی دی.»
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټښتېدلی بندي په نورو څو جرمونو کې هم ښکېل دی او دامهال تر څار لاندې دی. د زندان ادارې او د لیون ښار محکمې هم په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.