Asset 1SWN

اندراګاندي روغتون مسوولان: پر ساري ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

سرخکان-در-افغانستان-1-qnf6td8t2551xwuphf5t8kghp73mfj2vzabf8mzd6w

کابل کې د ماشومانو روغتیا اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي چې د وروستیو دوو میاشتو پرمهال دغه روغتون ته پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره شوی دی.

د یاد روغتون د ساري ناروغیو د مراقبت څانګې مسوول نذیراحمد سلام‌وطندار ته وايي چې تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۶۰۰ ماشومان چې پر شري، چیچک او تور زیړي اخته وو، بستر شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «په ورځنۍ کچه د شري ناروغۍ مراجعه کوونکي زیات دي او لس تر ۱۵سلنې ناروغان بسترېږي، پخوا کم وو، د میاشتې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ بستري مو درلوده، هره ورځ دوه یا درې د چیچک ناروغان هم بسترېږي.»

ډاکټران د ماشومانو د بدن معافیت ټيټوالی او ناسمه تغذیه هغه عوامل بولي چې له امله یې ماشومان پر ساري ناروغیو اخته کېږي. دوی وايي چې پر وخت واکسین او سمه تغذیه کولای شي چې پر دې ناروغیو د ماشومانو اخته کېدو مخه ونیسي.

اندراګاندي روغتون کې د ماشومان داخلې متخصص اقامحمد شېرزاد وايي، دغه روغتون پر ساري ناروغیو د اخته ماشومانو د درملنې لپاره امکانات نه‌لري او د کادرونو له کمښت سره مخ دی.

هغه وویل: «ساري برخه کې مو کوټې کمې دي، هر بستر کې دوه یا درې ناروغان لرو، تشکیل مو کم دی، هغه ډول چې ناروغان درملنې ته اړتیا لري، موږ ورته رسېدنه نشو کولای، ځکه د درملنې کادر کمښت او زیاتو ناروغانو سره مخ یوو.»

په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د روغتیايي اسانتیاوو او روغتیايي کارکوونکو کمښت یوه له جدي ننګونو څخه ده چې د ناروغانو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمنوي.

يوشمېر هغه ناروغان چې خپل ماشومان يې د درملنې لپاره د ماشومانو د روغتيا روغتون ته راوړي، وايي، په خپلو ولايتونو کې روغتيايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله اړ دي چې خپل ناروغان کابل ته راوړي.

د پروان اوسېدونکې نوريه چې خپل ماشوم يې د درملنې لپاره کابل ته راوړى، وايي، د هوا له ګرمېدو وروسته يې ماشوم پر شري اخته شوی، هغه زیاتوي: «اوه ورځې یې په کور کې تبه درلوده، هېڅ خواړه نه‌خوري؛ اوس زما ماشوم تبه لري او ټول بدن یې درد کوي. په ولايتي روغتون کې بستر نه و او موږ يې کابل ته ولېږدوو.»

د خوست اوسېدونکی ميوند هم وايي: «نهمه شپه ده چې له ولايت څخه راغلي یم. ډېر ټوخېږي او شری، تبه لري، او کله چې خواړه وخوري، کانګې کوي.»

مرضیه چې شپږ میاشتنۍ وراره یې د ټوخي پر ناروغۍ اخته ده، وايي: “مخ یې تورېږي او ټوخی کوي؛ یو څه موده کېږيچې دا ستونزه یې پیدا کړې، ډاکټران وايي چې د هغه وینه مکروبي ده او هغه د ټوخي پر ناروغۍ اخته شوی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت بیا پر ساري ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر او د یادو ناروغیو مخنوي اړوند پروګرامونو او پلانونو په اړه څه نه‌وايي. شری، چیچک، تور زېړی د ماشومانو ترمنځ ساري ناروغۍ دي چې د هوا په ګرمېدو سره زیاتوالی مومي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام