د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره جدي هڅې پیل کړي دي.
د دغو هڅو په پایله کې بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو مسوولیت اسلامي امارت ته سپارل شوی، ترڅنګ یې، د سرپرست حکومت ډیپلوماټان یوشمېر هېوادونو ته استول شوي او د سیمې له هېوادونو سره د سرپرست حکومت اقتصادي اړیکې هم په نسبي ډول پراخې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغو هڅو په دوام، د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره کتلي دي.
د بهرنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وویل، د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرم مسري له امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې همکاري کوي.
نوموړي وویل: «هغه زیاته کړه چې هېواد یې، وروستیو درېنیمو کلونو کې افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړي او غواړي چې افغانستان سره زېربنايي پروژو کې هم مرسته وکړي. متقي زیاته کړه چې غواړي، هند سره د سیمې اقتصادي او مهم هېواد په توګه سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو. د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم وویل چې هېواد یې، لېواله دی، څو افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې او چابهار له لارې تجارت ته وده ورکړي.»
د هند بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کتنه کې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د پراختیايي پروژو په برخه کې د هند د همکاري په اړه پرېکړه شوې.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د چهارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید النهیان سره کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په ځانګړي توګه افغان کډوالو ته د ویزو د صادرولو او هغه هېواد کې افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په دې اړه وویل: «اماراتو پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمهييزو مسايلو خبرې اترې وکړې، همداراز د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي، په ځانگړې توگه اماراتو کې افغان توکو ته د بازارموندنې پر لارو چارو خبرې وشوې د بهرنيو چارو وزير له اماراتي لوري وغوښتل چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې راشي.»
د سیاسي او اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان دغه کتنې د افغانستان په ګټه بولي. د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوه سیلاب سمندر وویل: «د اسلامي امارت هڅې، په حقیقت کې د سیاسي اهدافمو ترلاسه کولو لپاره دي؛ له عربي متحده اماراتو او نورو سره د اسلامي امارت لیدنې کولای شي چې د افغانستان په ګټه وي، هند کولای شي چې سوداګرو ته د بازارموندنې برخه کې مثبت رول ولري.»
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د روانې اوونۍ د سهشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په رسمي بلنه د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر کړی دی.