د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې د هند له لوري درې ټُنه بشري مرسته یې ترلاسه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې ۳۰۰ روغتیايي کېټونه، ۵۰ د پخلنځي کېټونه، ۴۹۵ بسترې او ۱۶۵ ترپالونه شامل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یادې ادارې د هند له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به د سختو حالاتو پرمهال د زیانمنو کورنیو د وضعیت په ښه کولو کې مهمه ونډه ولري.
چارواکي زیاتوي چې دا مرستې به له سروې وروسته د سېلابځپلو او مستحقو کورنیو ترمنځ په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شي.