د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغان اتباعو لپاره د ویزې ورکولو د بهیر پیل تایید کړی او ویلي یې دي چې دا لړۍ په شپږو کټګوریو کې د پليکېدو وړ ده.
د دې وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، پرون «پنجشنبه، مې۲۸مه -» په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د روان کال د اپریل له ۲۹مې نیټې څخه د افغانانو لپاره د هند د ویزې ترلاسه کولو لپاره یو نوی پورټال فعال شوی دی.
جیسوال زیاته کړه چې د نوې پالیسۍ له مخې، ویزې به په شپږو کټګوریو زدهکړو، روغتیايي، د ناروغ ملګری، عادي او د ملګروملتونو ډیپلوماتیک برخې شاملې دي.
د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې د هند پخوانۍ ویزې لري، باید د هېواد د نوې پالیسۍ پر بنسټ خپلې ویزې نوي کړي. «هغه افغان اتباع چې په هند کې شتون لري او د پخوانۍ پالیسۍ له مخې صادرې شوې ویزې لري باید اوس خپلې ویزې نوې کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړې چې ټول افغانان کولای شي، د ویزو لپاره غوښتنلیکونه واستوي. جېسوال همداراز وویل چې د ویزو بهیر پیلېدو سره به د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو ترمنځ اړیکې لاپیاوړې کړي.
په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته، هند د افغانانو لپاره د ویزې ټول خدمات بند کړل او په افغانستان کې یې خپل سفارت او قونسلګرۍ وتړلې. هندي رسنیو مخکې د ویزې ورکولو د پروسې د بیا پیل خبر ورکړی و؛ خو اوس د هند د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول دغه بهیر تایید کړ.