Asset 1SWN

هند او نیوزیلنډ نن د اتلانو جام پای‌لوبه کوي

۱۲۲۱۲۱۲

ټاکل شوې چې د هند او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه، مارچ نهمه په عربي متحده اماراتو کې د چمپینزټرافي یا اتلانو جام پای‌لوبه کې ولوبېږي.

یاده سیالي به نن ۱:۳۰ بجې په دوبۍ کرېکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ۲۰۲۵کال د اتلانو جام کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه اخیستې وه چې له اې ګروپ څخه هند او نیوزیلنډ پای لوبې ته ووتلې.

په اې ګروپ کې نیوزیلنډ، کوربه پاکستان، هند او بنګله‌دېش لوبډلې سره یوځای وې.

د یاد جام په دوو نیمه پای‌لوبو کې لومړی هند اسټرالیا ته ماته ورکړه او نیوزیلنډ هم د سوېلي‌افریقا پیاوړې لوبډله له مخې پورته کړه.

هند او نیوزیلنډ د یاد جام په ګروپ پړاو کې هم د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه چې هند په لوی توپیر وګټله.

هند له دې وړاندې په خپلو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې چې څلور یې، د اتلانو جام برخه دي، بریاوې خپلې کړې دي. نیوزیلنډ بیا یوازې یوه لوبه بایللې او څلور یې، ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې پنځه واړه لوبې، هند په خپل نوم کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام