د پکتیا په جانيخېل ولسوالي کې د ۳۰ بيستريز روغتون د ودانۍ چارې چې د تېر حکومت له وخت نيمګړې پاتې وې، بیا ځلې پيل شوې.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال عبدالولي حقاني نن (یکشنبه، سرطان ۱۵) وويل، د ياد روغتون د ودانۍ چارې ۷۰ سلنه د تېر حکومت پرمهال ترسره شوې وې او پاتې کارونه يې د ۵۰ ميليون افغانيو په لګښت د عامې روغتيا وزارت لخوا تازه پيل شول.
هغه وویل، د هېواد په کچه د روغتيا ملي پاليسي بشپړه شوې او اوسنی حکومت په ټول هيواد کې عادلانه روغتيايي خدمتونه ته ژمن دی او هڅه کوي چې لرې پرتو او له خدمتونو بېبرخې سیمو ته روغتيايي خدمتونه برابر کړي.
د ده په وینا، د ياد روغتون په بشپړيدو سره به د جانيخېل ولسوالي خلک روغتيايي خدمتونه ته لاسرسی ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتيا عامې روغتيا رییس ډاکټر معراج ګل عادل وويل، د جانيخېل روغتون نوې ودانۍ به ټولې ۳۲ خونې، دو عمليات خانې دوه لابراتورونه او نورې اړينې اسانتياوې ولري.
د جانيخېل اوسيدونکي هم خوښي څرګندوي چې د روغتون د ودانۍ جوړېدو چارې بیاځلې پيل شوې.
دوی غوښتنه کوي چې د روغتون د ودانۍ په بشپړېدو سره دې ورته مسلکي ډاکټران، درمل او نورې اسانتياوې دې هم برابرې شي.
د عامې روغتيا وزارت مسوولان همدارنګه وايي چې د هېواد په کچه يې د لسګونه نيمګړو پاتې پروژو چارې بیا ځلې پيل کړي دي.