Asset 1SWN

پل‌علم ښاوالي تېرو شپږ میاشتو کې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د لوګر مرکز پل‌علم ښاروالي چارواکي وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ٢٢ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پُل‌علم ښاروالي چارواکو دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، لیندۍ اتمه» د یاد ولایت مرکز پل‌علم ښار کې ولس ته د حساب ورکولو په نوم جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پل‌علم ښاروال محمداسحاق سعید دې غونډې ته وویل چې د ١٤٠٢ کال د لومړۍ او دویمې ربع په لړ کې یې د څه باندې ١٨میلیونه ثابت عواید او دغه‌راز څه باندې ۴ میلیونو غیرې ثابت عواید راټول کړي دي.

د نوموړي په وینا، نږدې ۱۲۰۰صنفي جوازونه وېشل شوي او همداراز له ٣٠ میلیونو افغانیو څخه زیات عواید یې پر ځینو ادارو پاتې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاته کړه چې پل‌علم ښاروالي د ښار د سرسبزۍ او پراختیا لپاره په تېرو شپږو میاشتو کې کڼې پروژې پلې کړي او هڅه روانه ده چې د یادو پروژو شمېر دوه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام