Asset 1SWN

سینګاپور کې د ټسلا په پرتله د بایډ موټرو پلور زیات شوی

۳۳ث۳۴۳۴۳۴۴

د چین د موټر جوړولو «بایډ شرکت» د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو پرمهال په سینګاپور کې خپل سیال «ټسلا» شاته پرېښی او پلور یې، زیات شوی دی.

سینګاپور کې د بایډ برښنايي موټرو د پلور کچې زیاتوالی د دې ښکارندوي کوي چې دغه شرکت د سوېل‌ختیځې اسیا د برښنايي موټرو پر بازار ولکه لري او لاهم ټسلا نه‌دی بریالی شوی چې دې بازار کې ځای پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې بازار کې د جاپان او سوېلي کوریا د تېلو موټر خورا مشهور دي. بایډ شرکت له دې وړاندې هم د خپلو تولید شویو موټرو پلور برخه کې لاسته‌راوړنې درلودې او ټایلنډ خپل تر ټولو لوی بهرنی بازار بولي.

ټسلا تېره ورځ راپور ورکړ چې د تېرو پنځو کلونو پرمهال د خپلې تر ټولو ټيټې کچې عوایدو ترلاسه کېدو خبر ورکړ. دې شرکت ته ویلي چې د برښنايي موټرو پلور بازار کې د سیالانو سره سیالي، د موټرو لوړه بیه او کمه تقاضا، هغه څه دي چې د دې شرکت عواید یې کم کړي دي.

بایډ شرکت په دویمه ربع کې د ټسلا په پرتله ۲۱سلنه د پلور لوړه کچه درلوده. دې شرکت روانه اوونۍ ویټنام کې هم د خپلو موټرو د پلور یوه څانګه پرانېستله.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بایډ د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې سینګاپور کې ۲۵۸۷ برښنايي موټر او ټسلا بیا یوازې له تېر کال راهیسې ۲۸ موټر پلورلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام