د سمنګان د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو د تنظیم امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د لنډمهال لپاره سلو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
یادو کسانو ته د ځنګلونو د احیا او ساتنې پروژې لهخوا د پستې تخم د کرلو له لارې د کار کولو زمینه برابره شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو د تنظیم امر محمود صدیقي سلاموطندار ته ویلي چې دغه پروژې د ایبک د شلکتو کلي او د حضرت سلطان ولسوالي کې پلې کېږي.
د پستې دغه تخونه په ۲۲ هکټاره ځمکه باندې کرل کېږي چې یوولس یې شلکتو کلي او یوولس یې هم حضرت سلطان کې دي.
د صدیقي په وینا، له دې پروژه یې موخه د «ابرېزو تنظیم، د چاپېریال ساتنې خوندیتوب او د ټولنو اقتصادي پیاوړتیا» ده.
په ورته مهال یادې پروژه کې یوشمېر هغه کسان چې د کار کولو زمینه ورته برابره شوې، وايي، خوښ دي چې له دې لارې به د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ وکړي.