Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيکا کې پر ۳۰زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کيمياوي سره وېشل کېږي

IMG-20241006-WA0031

د پکتیکا محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر ۳۰زره بزګرانو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسواليو کې پر ۳۰زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کيمياوي سره وېشلو لړۍ پيل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تخم او سره د کرنې رياست سره د کليو بيارغونې او ناروې کمېټې له لوري وېشل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، هر بزګر ته ۵۰ کيلو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کيلو توره سره او ۵۰ کيلو سپينه سره ورکول کېږي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د ياد اصلاح شوی تخم به د بزګرانو په حاصلاتو کې زياتوالی راولي.  دغه بهیر به په څو ورځو کې بشپړ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتيکا يو له هغو ولايتونو دی چې زيات اوسېدونکي يې، پر کرکيله او مالدارۍ بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام