Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيکا کې په ۵۰۰زره ډالرو یو دارلايتام ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

20240926_105002

د پکتيکا مرکز ښرنه کې د ترکيې د یوه خيريه بنسټ له‌ لوري د ۵۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د امام بخاري په نوم يو دارلايتام جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوی دی.

دغه دارلایتام په درېوو پوړونو کې جوړ شوی او شاوخوا ۴۰۰ یتیمان به په‌کې زده‌کړې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه دارلايتام مشر مولوي صلاح‌الدين کامران وويل چې په ياد دارلايتام کې به زده‌کوونکو ته د ديني زده‌کړو ترڅنګ عصري زده‌کړې هم ورکړل شي.

نوموړي وويل:«په دې دارلايتام باندې ۵۰۰ زره ډالر لګښت شوی، ټول سهولتونه په‌کې برابر دي. په درېوو پوړونو کې جوړ شوی. لومړی تداوي لپاره کلینیک هم په‌کې شته، د ليلې لپاره هم ځانګړي اطاقونه لري. دلته به ديني زده‌کړو ترڅنګ عصري او کمپيوټر زده‌کړې هم ورکول کېږي.»

د دارلايتام د پرانيستې مراسمو کې د ترکيې د جمعيت ندالخير بنسټ مشر امره کايدا بيا ژمنه وکړه چې افغانستان کې به اړمنو او يتيمو ماشومانو ته د بشري مرستو ترڅنګ د زده‌‌کړو زمینه هم برابره کړي.

هغه وویل: «دلته موږ د شل کلنې جګړې څخه په زرګونه يتمان پاتې شوي، لکه څنګه چې موږ د بيارغونې په برخه کې کار کوو، همداشان غواړو چې افغانستان کې د خپلو وروڼو د کونډو او يتيمانو ترڅنګ ودرېږو او داسې پروژې ورته اجرا کړو چې دوی درد دوا کړي.»

د پکتيکا مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت بیا دې مراسمو ته وويل چې يتيمو ماشومانو ته د ژوند هر ډول اسانتياوو ترڅنګ د زده‌کړو زمينه هم برابروي.

هغه ټينګار وکړ چې د سرپرست حکومت مشرتابه هوډ لري، ټول هېواد کې د يتيمانو روزنې لپاره دارلايتامونه جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت په ياد دارلايتام کې يوشمېر زده‌کوونکو هم خوښي وښوده چې د زده‌کړو لپاره ورته زمينه برابره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام