Asset 1SWN

پکتيا کې د نهه ولايتونو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالي پای ته ورسېدې

والیبال

د پکتيا د بدني روزنې او سپورټ رياست مسولان وايي، په احمدخېلو ولسوالي کې د نهه ولايتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي د ولي‌ حسن‌خېل لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دې لوبو لومړي مقام ګټونکې لوبډله ته یو کرولا ډوله موټر ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولايت د سپورټ رياست سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه سیالیو کې د پکتيا په ګډون د کابل، لوګر، غزني، ميدان‌وردګ، خوست، کاپيسا، لغمان، ننګرهار او پکتيکا ولايتونو لوبډلو ګډون درلود.

دغه سیالي د پکتيا بدني روزنې او سپورټ رياست له‌خوا د یوه سوداګر په مالي ملاتړ د واليبال د ودې او پرمختګ په موخه جوړ شوې وې چې ۵۰ ورځې یې دوام وکړ.

په ورته وخت کې د يادو لوبو یوه لوبغاړي بسم‌الله وويل چې دغه سیالي د واليبال ‌د ودې لپاره مهمی وې. هغه وويل چې په ولسواليو کې د هر ډول لوبو د پرمختيا لپاره بايد لوبغالي جوړ شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د والیبال او نورو لوبو لوبډلو ترمنځ سیالي جوړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام