Asset 1SWN

پکتیا کې څه باندې ۳۰سلنه د پاکو اوبو کاریزونه وچ شوي

20231011_103542

پکتیا یو له هغو ولایتونو دی چې د مرکز ګردېز په ګډون یې ټولو ولسواليو کې د څښاک پاکو اوبو ګڼ کاریزونه او چینې درلودې چې خلکو د څښاک او کرنې لپاره ترې استفاده کوله.

خو د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې مسوولان وایي، اوس دغه ولایت کې تر ۳۰ سلنه زیات کاریزونه وچ شوي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سیندیزې حوزې ریاست له‌خوا له ځمکې لاندې اوبو څخه د سالمې ګټې اخیستنې په موخه جوړې شوې د عامه پوهاوي غونډه کې د یادې حوزې د اوبو د اندازې کچې معلومولوعمومي انجینر احمدالله احمدزي وویل، د مرکز ګردېز اړوند ځینو سیمو کې د اوبو سطحه له ۵ نیولې ان تر ۷ مترو ښکته تللې.

دی وايي، که خلک د ځمکې لاندې اوبو په سپما کې همکاري ونه‌کړي، پکتیا کې به د څښاک د اوبو نشتون له امله یو لوی ناورین رامنځته شي.

نوموړي وویل: «داسې ساحې شته چې اوبه ‌پهکې اووه متره ښکته تللې دي، یعنې د رباط او چوڼۍ په سیمو کې هم اوبه تر پنځه یا شپږو مترو پورې ښکته تللې دي. چینې مو کاملا وچې شوې او کاریزونه مو نسبتا وچ شوي دي، ټول دلیلونه یې نن ورځ په سیمنار کې روښانه شول چې یو یې د ځمکې لاندې د اوبو څخه ناوړه استفاده ده او ژورې څاه‌ګانې دي. د کاریزونو فیصدي ورځ تر بلې کمېږي او چینې وچیږي، یعنې که ووایو چې په سلو کې دیرش فیصده موږ کاریزونه له لاسه ورکړي او څلوېښت نه تر پنځوس فیصده موږ چینې له لاس ورکړې دي.»

د مسولانو په خبره، یوازې زرمت ولسوالي کې تر ۴۰۰ زیات د څښاک د اوبو داسې رسمي کاریزونه چې د سیندیزې حوزې له ریاست سره ثبت دي وچ شوي.

د اوبو برخې کارپوهان بیا په دې نظر دي که حکومت د ځمکې لاندې اوبو د راایستلو لپاره یو منظم سېسټم جوړ نه‌کړي، لرې نده چې د پکتیا په ګډون به زیاتو ولایتونو کې د اوبو د نشتون له کبله یو لوی ناورین رامنځته شي.

د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد میراغا وایي، ځمکه کې د خلکو له‌خوا په خپل سري‌توګه د ژورو څاه‌ګانو کیندل خطرناکې پایلې لري.

هغه وویل:«که په یوه سیمه کې اوبه خلاصیږي، نو په دې سیمه کې انساني ناورین منځته راځي، ځکه تمدونونه د اوبو د شتون سره منځته راغلي دي، نو چیرته چې اوبه نه وي ناورین مخته راځي، نو چې ناورین منځته راشي، خلک اړ کیږي هغه سیمه او ښار خوشی کړي او مهاجرت وکړي. بل مشکل دا دی کله چې موږ د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده کوو نو له دغو څاه ګانو له سوریو څخه فاضل اب چې موږ یې ښه مدیریت نلرو نو که دغو څاه ګانو ته برابرې شي نو د ځمکې لاندې اوبو ته دا چټلي ځي نو دا بې له دې نه چې موږ خبر شو د ګردېز یا د پکتیا د ځمکې لاندې ټولې اوبه به چټلې کړي.»

د پکتیا ځینې اوسېدونکي هم وایي، سیمو کې یې پخوا کاریزونه او چینې وې، خو اوس د وچکالي او د خلکو له لوري په خپل سري‌ډول د ځمکې لاندې اوبو څخه د استفادې په دلیل یاد کاریزونه وچ شوي دي.

د مرکز ګردېز د ابراهیم خېلو کلي اوسیدونکی ظابط وایي، کلي کې یې دوه کاریزونه وو چې د ټول کلي لپاره یې د څښاک او کرنې اوبه برابرولې، خو تېرو دوو کلونو کې یاد کاریزونه وچ شوي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

هغه وویل:«زموږ د ابراهیم‌خېلو په سیمه کې چې عموما یې دوه کاریزونه درلودل، اوس هغه دواړه وچ شوي او اوبه نلري. نو اوس خلک د ژورو څاه‌ګانو نه استفاده کوي، نورې اوبه نه‌لري، نو په ژمي یا پسرلي کې د چې مچلغو لخوا کومې اوبه راځي له هغو استفاده کوي نور ټول د ژورو څاه ګانو څخه استفاده کوي نور کاریزونه او چینې نلري.»

د پکتیا د ولایتي مسوولانو پر وینا، د ځمکې لاندې اوبو د سپما لپاره په داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې خلک نشي کولی په خپل سري دول اوبه استعمال کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی وویل چې د هرې څاه لپاره به یو ځانګړی میټر لګول کیږي او هر لیتر اوبه به د یو معلوم فیس له مخې حسابیږي او یادې پیسې به د دولت بودیجې ته جمعه کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام