Asset 1SWN

پاکستان کې غلو د «قربانۍ اوزې» له موټر سره یوځای تښتولي

Livestock vendors unload sheep from a truck ahead of the Muslim festival of Eid al-Adha at a ground in Chennai on July 28, 2020. - Eid al-Adha, feast of the sacrifice, marks the end of the Hajj pilgrimage to Mecca and commemorates Prophet Abraham's readiness to sacrifice his son to show obedience to Allah. (Photo by Arun SANKAR / AFP)

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیس وايي چې د دغه ښار د ګلستانې جوهر د «کامران چورنکي» سیمه کې وسله‌والو غلو یو موټر چې د قربانۍ ۳۰ اوزې یې لېږدولې، له موټر سره یوځای تښتولي دي.

د پاکستان جیونیوز خبري شبکې نن چهارشنبه، جون ۱۲مه راپور ورکړی چې دغه اوزې د یوه سوداګر وې چې د څارویو منډوي ته یې د پلور لپاره لېږدولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې د پولیسو له قوله ویل شوي چې څلور وسله‌والو غلو لومړی دغه موټر درولی او موټرچلوونکی یې د وسلې په زور له موټر ښکته کړی او له اوزو بار موټر یې له ځان سره وړی دی.

د عبدالمنان په نوم سوداګر بیا وايي چې دغه اوزې یې له حیراباد سیمې ګلستانې جوهر ته لېږدولې، څو یې د قربانۍ لپاره وپلوري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان کې هر کال د لوی اختر په رانږدې کېدو سره ورته پېښې رامنځته کېږي او دا چاره دغه هېواد کې کومه نوې خبره نه‌ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام