ننګرهار کې د شویو تندو اورښتونو او توپانونو له امله د یوې کورنۍ یوولس غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
۶۵کلن سيفور د ننګرهار د سرهرود ولسوالي اوسېدونکی دی. نوموړی سلاموطندار ته وايي، د زوی او لمسیانو په ګډون یې، د کورنۍ ۱۱ غړیو د دوشنبې ورځو سختو اورښتونو او د چت پرېوتو پېښه کې ژوند بایللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه چې له سترګو یې د درد اوښکې روانې دي، د وړمې ورځې د غميزې کیسه داسې بیانوي: «مړي ۱۱ کسه وشول، يوه مې پهکې خورزه وه، هغه له کونړ نه، ميلمنه راغلې وه، يو مې زوی دی. دوه يې لورګانې دي، درې مې لمسيانې دي، درې مې ښینې دي او درې کسان مې صحت عامه کې بستر دي.»
د سیفور اکاه په وینا، ۲۵کلن زوی سره یې چې کال وړاندې یې واده کړی و، دوه ماشومان هم له خاورو لاندې شوي دي. هغه وویل: «د دې زوی مې لور شوې، د هغه په خوشحالۍ کې راټول شوي و، ورته خوشحاله و چې لور يې شوې وه، واجد دسې وخت ندی تېر کړی چې څوک دې ترې خفه شوی وي، دا ټول د واجد ملګري دي، ساه ترې ختلي دي کار نشي کولی.»
فواد د سیفور اکاه ګاونډی دی. هغه نړېدلو دېوالونو ته څېرمه لاس تر زنې ناست دی او د وېر او درد اوښکې تویوي. فواد وايي، له پرون راهیسې چې یې د خپل ګاونډي له کوره جنازې اېستلې، له ډېره درده خوب نه ورځي.
نوموړي وویل: «دا د پسخې ديوال پهدې کوټه باندې لوېدلی، ۲ کسان چې ماشومان ول، زخميان دي، نور د کور سرپرست هم هنهلري. زنانه يې پاتې او دغه ماشومان يې پاتې دي. دلته اوس دستي د دوی څوک نشته، مړي يې هم کوټ ولسوالي ته وړي، هلته يې دفن کوي.»
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي سلاموطندار سره خبرو کې وويل، د وړمې ورځې اورښتونو کې د جلالاباد ښار په ګډون سرهرود، بهسود او بټيکوټ ولسواليو کې ۳۵ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۰۰ نور ټپيان دي.
قريشي زياتوي چې ۴۰۰ د هستوګنې کورونو د نړېدو ترڅنګ، د مخابراتي شبکو او برښنا ستنې هم لهمنځه تللې چې دامهال په يوشمېر سيمو کې خلک د نورو ستونزو ترڅنګ، د برښنا له ستونزو سره هم مخ دي.
هغه وویل: «تېره ورځ ننګرهار کې چې سخت توپان او ږلۍ هم ورسره وه، ۳۵کسان مړه شوي او ۳۰۰ په شاوخوا کې ټپيان لرو. ننګرهار کې چې سره رود ولسوالي چې يوه ګن نفوسه ولسولي ده، پهکې ۲۵کسان مړه شوي او ۴۰ ټپيان مونږه لرو.»
ننګرهار کې د وړمې ورځې سختو اوروښتونو لغمان او کونړ ولايتونو کې هم خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي. کونړ کې پنځه کسان مړه شوي، ۳۸ د هستوګنې کورونه تخريب شوي او په لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه لهمنځه تللې.
لغمان کې هم د وړمې ورځې اورښتونو کې ۲ ټپيان شوي، ۷۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه کورونه تخريب شوي دي.