Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په شپږ میلیونه افغانیو د څښاک اوبو شبکې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

IMG-20240125-WA0026

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغانې ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې د شاوخوا ۶میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څښاک پاکو اوبو شپږ شبکې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل سلام‌‌وطندار ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF په مالي لګښت د شپږو میاشتو په ترڅ کې بیاورغول شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نائب‌خېل زیاته کړه چې د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې د ازرې ولسوالي په سلیم‌خېل، چهارقلعه، جروبي، جانو کنج راغه، تورې خېل، مرغه صادق خېل او نغلک زمان خېل کلیو کې بیارغول شوي دي چې شاوخوا زر کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، «هر کلي ته د اوبو ځانګړې شبکې بیارغول شوي، ۷ زره او ۳ سوه متره په اوږدوالي د پايب غځول او هر کورته د اوبو یوه یوه نلکۍ جوړول شامل دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر ازرې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري ورته د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې شوې، خو دوي ټینګار کوي چې ورته پروژې دې د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم جوړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام