د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «UNICEF» لهخوا په لس ښوونځیو کې د شل میلیونه افغانیو په مالي لګښت رغنیزې چارې پيل شوې.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته ویلي چې یاده پروژه کې ښوونکو او زدهکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو او د حفظالصحې اسانتیاوو برابرول شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به نږدې ۴۰۰ ښوونکو او له ۳۰زرو ډېرو زدهکوونکو ته د څښاک پاکې اوبه او د حفظالصحې اسانتیاوې برابرې شي.
د عرب په وینا، دغه پروژه چې په راتلونکې یوه میاشت کې به بشپړه شي لسګونه وزګارو کسانو ته به پهکې د کارکولو زمینه برابره شي.
دا په داسې مهال دی چې تر دې وړاندې هم د لوګر د پوهنې ریاست په خپلې عادي بودجې د اته ښوونځیو ودانۍ بېرته رغولي دي.