Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۱۶۰۰ جریبه ځمکه له غصب را ګرځول شوې

IMG-20220511-WA0007

 په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مسوولان وایي، د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند په «وزیرکلا» سیمه کې شاوخوا  ۱۶۰۰ جریبه ځمکه له غصب را ګرځول شوې.

د دولتي ځمکو غصب مخنیوي کمیسیون یوه غړي عبدالبصر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د مرکزي زون د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي ځانګړې محکمې د حکم له مخې، د لوګر مرکز پل‌علم ښار اړوند په وزیر کلا سیمه کې ۱۶۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شاهد زیاته کړه، د یادې سیمې اوسېدونکو تر دې وړاندې په وزیر کلا دښته دعوه لرله چې شاوخوا ۱۸۰ کاله پخوا یې پلرونو اخیستې او په ځینو سیمو کې د ودانیو جوړيدو چارې هم پيل شوې وې.

د نوموړي په وینا، د ځايي خلکو ټول د ملکیت اسناد د محکمې له لوري باطل ثابت شوي او د یادې سیمې اوسېدونکي نه‌شي کولای چې په وزیرکلا دښته کې کورونه جوړ کړي او یا هم په یاده ځمکه کرکېله وکړي.

د مرکز پل‌علم ښار د وزیر کلا سیمې یوه اوسېدونکي محمداشرف سلام‌وطندار ته وویل، یاده ځمکه دولتي اعلان شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د وزیر کلا دښته دويته له نېکونو او پلارونو څخه را پاتې، خو  اوس اصلي اسناد په واک نه‌لري او یاد اسناد د تېرو جګړو له امله له‌منځه تللي دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې تراوسه ۲۵زره جریبه ځمکه له غصب خلاصه شوې او نږدې سل زره جریبه ځمکه تر څېړنې لاندې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام