جوزجان کې یوې مېرمنې د دغه ولایت ۸۰ نورو ښځو ته د غالۍ اوبدلو په یوې کارخونه کې د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
د یادې کارخونې مسووله وايي چې د غالۍ اوبدلو دغه کارخونه یې بېسرپرسته او معلول لرونکو ښځو ته د کاري زمینې د برابرولو په موخه جوړه کړې او په وینا یې، دا مهال شاوخوا ۸۰ ښځې په دې کارخونه کې کار کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غالۍ اوبدلو د دې کارخونې مسووله منیژه وايي چې دغه کارخونه یې د ۱۵۰زره افغانیو په لګښت جوړه کړې ده.
هغه له سرپرست حکومت غواړي چې د غالۍ اوبدلو صنعت د ودې لپاره بازارموندنه وکړي او نورو هېوادونو ته د لېږد برخه کې هم ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
یوشمېر هغه مېرمنې چې دې کارخونه کې د غالۍ پر اوبدلو بوختې دي، وايي، دغه ولایت کې د نورو مېرمنو ته هم ورته کارخونې جوړې شي.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس نیازمحمدتواب وايي، هڅه کوي چې دغه ولایت کې د پانګوالو ستونزو حل او غوښتنې یې پوره شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس په وینا، دا مهال جوزجان کې د غالۍ اوبدلو ۸۰ کارخونې فعالې دي چې ډېری دې کارخونو کې ښځې کار کوي.