د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د شیدو د پروسس او د لبني تولیداتو هغه کارخونه چې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه او د تېرو څو لسیزو جګړو پرمهال يې هرڅه لهمنځه تللي وو، د کرنې ریاست په هڅو د خصوصي سکتور په همکارۍ بیا ځلې جوړېږي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، په دغې کارخونې شاوخوا ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې تر جوړیدو وروسته به د ۸ ساعتونو په اوږدو کې د ۴۰ مټریک ټنه شیدو د پروسس او نورو لبنیاتو د تولید ظرفیت ولري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د کرنې رئیس مولوي نیازمحمد وهاج وویل: «تولیدات به يې شیدې، مستې، شلومبې، پنیر، خامه، پېروی او د شیدو انرژیاني وي، چي د هلمند په ګډون به ګاونډيو ولایتونو کي هم د لاسرسي وړ وي.»
لښکرګاه ښار کې د شیدو د پروسس او د لبني تولیداتو د کارخونې اوسني پانګوال وايي، د دې کارخونې له فعالیت سره سم به، ۱۲۰ کسانو ته په مستقیم او له ۳ زرو څخه تر ۴ زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.
د هغه په وینا، د دغې کارخونې په فعالیدو سره به د مالدارانو لبني محصولاتو ته ښه بازار موندنه هم وشي.
د دغې کارخونې مسوول ډاکتر محمدالله وویل: «دلته موږد لبنیاتو د پروسس کارخونه جوړوو چي نن يې د کار پیل سو، دې کارخونه کي به موږ لس ډوله تولیدات ولرو، او د هلمند د ټولو ولسوالیو څخه موږ شیدې راټولواو دلته به يې پروسس کوو، په مستقیم ډول به دلته زموږ ۱۲۰ تنه او په غیر مستقیم ډول به زموږ د ۳ زره څخه تر ۴ زره پوري کسان کار کوي.»
اخوا هلمند کې یوشمېر مالداران د دغې کارخونې بیا ځلې فعالېدل د لبني محصولاتو بازار موندنې ته ښه فرصت بولي. څارويلرونکي ملاخېل وویل: «موږ ډېر زیات خوښ یوو ځکه دا زموږ لپاره یو غټ کار دی اوس زموږ څخه هټيوال تازه شیدې او نور لبنیات په نه څه اخلي دا چي فعاله شي دا زموږ لپاره غټ کار دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدو راهیسې د هلمند ترڅنګ، یوشمېر نورو ولایتونو کې هم بیلابیلو برخو کې پخوانۍ له کاره لوېدلې تولیدي کارخونې له سره جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.