Asset 1SWN

سلام وطندار

هایټي کې د کښتۍ اوراخیستلو له امله ۴۰ کسان مړه شوي

Untitled-80

د کډوالۍ نړیوال سازمان «ای‌اواېم» وايي چې د هایټي هېواد ۴۰ اوسېدونکي د کښتۍ اور اخیستلو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد سازمان په وینا، پېښه کې یو‌شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کښتۍ کې څه باندې ۸۰ کسان سپاره وو او د هایټي له شمال «فورټ‌سېن مېشل» څخه تورکس او کایکس ټاپوګانو ته روانه وه. یاده سیمې له یوه بل ۲۵۰ کیلومټره لري دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، کښتۍ د هایټي هېواد په شمالي ساحل کېپ‌هاییټن کې اور اخیستی دی.

شاوخوا ۴۱ کسان د هایټي ساحیلي ګارډ له‌خوا ژغورل شوي دي.

د هایټي چارواکي وايي چې کښتۍ کې سپرو کسانو له اوبو د خوندي وتلو لپاره شمعې بلولې چې کښتۍ کې له پټرولو ډکو بوشکو او راخیستی دی.

هایټي له کلونو راهیسې د ناقانونه وسله‌والو ډلو له تاوتریخوالی سره مخ دی. د روان کال فبرورۍ کې یادو ډلو پلازمېنې پورټوپرنس پر بېلابېلو سیمو برید وکړ او مهم پوځي مرکزونه یې ونیول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو بریدونو او تاوتریخوالي له امله زرګونه کسان اړ شول چې خپلې سیمې پرېږدي او خوندي ځایونو ته وکوچېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام