غزني کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړوي.
د چارواکو په وینا، دغه ښوونځي د یاد ولایت د جاغوري ولسوالي په «داوود زیرک» کلي کې جوړېږي چې د ودانۍ د جوړېدو لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق سلاموطندار ته وايي، د یاد ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو لګښت ۲۰میلیونه افغانۍ دی چې د سیمې اوسېدونکي به یې لګښت پرې کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه ښوونځي پر څلور جریبه ځمکه او درې پوړونو کې په معیاري توګه جوړېږي.
د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر میاګل صدیق همداراز وویل چې دغه ښوونځی به ۲۰ درسي خونې، کتابخانه، مدیریت، ورزشي لوبغالی، سالون او نور امکانات ولري.
د داوود زیرک په نوم ښوونځي زدهکوونکي دا مهال په یوه زړه ودانۍ کې زدهکړې کوي چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به شاوخوا ۸۰۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځیو ته ودانۍ او د تګراتګ لارې جوړ کړې دي.