Asset 1SWN

اروپا کې د ولکس‌واګن برښنايي موټرو پېر کم او چین کې ۹۱سلنه لوړ شوی

۰۰ولکس

د ولکس‌واګن موټر جوړولو شرکت وايي چې د روان میلادي کال د لومړیو درېوو میاشتو پرمهال په اروپايي هېوادونو کې د دغه شرکت د برښنايي موټرو پېر کم شوی دی.

د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، په اروپا کې د دغه هېواد د برښنايي موټرو پېر ۲۴سلنه کم شوی او چین کې بیا ۹۱سلنه د تېرکال په پرتله لوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولکس واګن شرکت وايي، د برښنايي موټرو تولید یې درې سلنه زیات کړی و دا مهال ۲.۱۰ میلیونه برښنايي موټرو ته رسېږي. د دې شرکت د مسوولانو په خبره، چین، سوېلي‌ او شمالي امریکا کې د دوی تولید شوي موټر ډېر پېردونکي لري.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ تر مارچه په لوېدیځه اروپا کې د ولکس واګن برښنايي موټرو پېردونکي د تېرکال همدې مودې په پرتله دوه برابره شوې دي.

د اروپا پارلمان په فبرورۍ کې نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې، تر ۲۰۳۵کاله پر ډیزلي او پټرولي موټرو باندې بندیز لګول کېږي.

دغه قانون د اروپايي ټولنې د هغو هڅو یوه برخه ده چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یې کوي. که څه هم د یادو قانون له تصویبېدو سره داسې هیلې وې چې اروپا کې به د برښنايي موټرو پېر ډېر شي، خو شمېرې بل څه ښيي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اقتصاد نړیوال فورم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې اروپا کې د روان میلادي کال د لومړیو درېوو میاشتو پرمهال د برښنايي موټرو لوړ لګښت او د چارج ځایونو کمښت لامل شوی چې پېر یې کم شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام