Asset 1SWN

چین کې دوه ټُنه باروړونکې ډرون الوتکې ازمایښتي الوتنه وکړه

An unmanned cargo aircraft developed by Sichuan Tengden Sci-tech Innovation Co. takes part in a maiden flight at an airport in Zigong, Sichuan province, China August 11, 2024. China Daily via REUTERS

چین کې چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره یې، د کارګو ډرون الوتکه چې دوه ټُنه توکي په‌کې بار و، ازمایښتي الوتنه کړې.

دغه دوه موټورلرونکې بې‌پېلوټه الوتکه چې د سچوان ټنګدن علمي او ټکنالوژۍ دولتي شرکت له لوري جوړه شوې، د چین سوېل‌لوېدیځ سچوان ایالت کې د ۲۰ دقیقو لپاره الوتنه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تینګدن له‌خوا د دغې جوړې شوې الوتکې د وزرونو اوږدوالی، ۱۶.۱ مټر او لوړوالی یې، ۴.۶ متره دی. د سسنا ۱۷۲ څلور څوکۍ لرونکې الوتکې څخه لږ لویه جوړه شوې.

د نړۍ د ډرون الوتکو تر ټولو ستر هېواد کې داسې مهال تر ټولو لویه ډرون الوتکه ازمایل کېږي چې ټرانسپورټي شرکتونه بې‌پېلوټه او پیلوټ‌لرونکې هوايي ټکسي خدمتونو باندې تمرکز لري.

د دې لپاره چې چین پر خپل هوايي حریم محدودیتونه کموي چې په پایله کې به یې، دغه هېواد له اقتصادي اړخه ښه ګټه ترلاسه کړي.

چین کې تر ۲۰۳۰ کاله د هوايي چلن برخه کې د تنظیم او پراختیا په موخه د شاوخوا دوه ټریلیون یوان «۲۷۹ میلیارډ ډالر» پانګونې وړاندوینه شوې؛ د ۲۰۲۳ کال په پرتله څلور برابره لوړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه شرکت همداراز پلان لري چې راتلونکی کال د «ټي‌پي‌۲۰۰۰» په نوم باروړونکې ډرون الوتکه وازمايي چې دوه ټُنه بار وړي او د اوسنۍ اېچ‌اېچ‌۱۰۰ بڼې څلور برابره لرې الوتنه کولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام