د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمرانخان او د هغې مېرمن بشرا په ۱۴ او ۷ کلونو بند محکوم شوي دي.
خان همداراز یو میلیون پاکستانۍ کلدارۍ «۳۵۰۰ ډالره» او بشرا بيبي بیا ۵۰۰۰۰۰ کلدارې جریمه شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عمران خان د راولپنډۍ په اډیال زندان کې بند دي او نن جمعه، جنورۍ ۱۷مه د دې پرېکړې اورولو لپاره د احتساب عدالت قاضي ناصر جاوید رانا دغه زندان ته ورغلی وو.
په دغه زندان او له زندان بهر کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکي وايي چې د عدالت پرېکړې پرضد به اعلا عدالت کې غوښتنلیک ورلېږي.
پر عمران او د هغې پر مېرمنې تور دی چې د پیسو په سپینولو او بډو اخیستو کې لاس لري، خو خان او د تحریک انصاف ګوند بیا دغه تورونه ردوي او وايي، د دوی پر ضد دسیسه شوې.