په غزني کې د اصلاح شويو تخمونو د توليد، پروسس او وېش يوې کارخونې په رسمي توګه په فعاليت پيل وکړ. د دې کارخونې د جوړېدو موخه په دغه ولايت کې د اصلاح شويو تخمونو د پروسس په برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدل بلل شوي دي.
د غزني د «اصلاح شويو تخمونو امارتي شرکت» مسوول محمدعظیم هدایت سلاموطندار ته وويل، دغه کارخونه دامهال د شلو کارګرانو په لرلو سره کولای شي په يوه ساعت کې دوه ټُنه اصلاح شوي غنم پروسس کړي.
هغه زياته کړه چې کارخونه په يوې پخوانۍ ودانۍ کې جوړه شوې، خو ډېر ژر به يې د فعاليت کچه نوره هم پراخه شي.
د هدایت په وينا، دا کارخونه د غزني د بزګرانو د اړتیاوو پربنسټ جوړه شوې او پروسس شوي تخمونه يې د دې ولايت د اقليم او چاپېريال سره سمون لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د غزني د والي وياند عزتالله سعیدي د یادې کارخونې د پرانيستې پرمهال وويل چې د داسې کارخونې فعاليت د کروندګرو د اړتیاوو د پورهکولو او ځان بسیاوالي لپاره خورا مهم دي. نوموړي زیاته کړه چې د دې کارخونې پراختيا سره به غزني ډېر ژر د اصلاح شويو تخمونو په برخه کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.
له بلخوا، يوشمېر کروندګر وايي، له دې وړاندې د یاد ولایت له اقليم سره نهبرابر تخمونو د د دوی کرنې ته زيان رسولی، خو د دې کارخونې په جوړېدو سره به اوس د خپلې خوښې کرنیز محصولاتو د ترلاسه کولو زمينه ورته برابره شي.
غزني د هېواد له کرنيزو ولايتونو څخه دی چې د غنمو، جوارو، لوبيا او نخودو ترڅنګ، نور کرنيز محصولات هم پهکې کرل کېږي او د دې ولايت د ډېرو اوسېدونکو د عاید ښه سرچينه ګڼل کېږي.