هرات کې یو میلیون ډالرو په ارزښت د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د تولید کار خونې فعالیت پیل کړ.
د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د تولید شرکت مشر عبداللطیف رحیمي وویل، دغه فابریکه یو ساعت کې د ۵ ټنه غلې د تولید ظرفیت لري.
ورته وخت کې د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولان وايي چې دامهال د دغه ولایت ۳۰ سلنه اصلاحشوي کرنیز تخمونه د هېواد نورو سیمو ته استول کیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغې خونې د شمېرو پر اساس، هرات کې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د تولید شاوخوا ۲۵ کارخانې فعالیت لري.
اصلاح شوي کرنیز تخمونه د کروندګرو له اساسي اړتیاوو څخه دي او هر کروندګر له ځمکې د پام وړ حاصل ترلاسه کولو لپاره باید هغه په واک کې ولري.