د لوړو زدهکړو وزارت په پکتیا پوهنتون کې د ۵۳ میلیون افغانیو په ارزښت دوه پروژې پرانیستې.
د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د دغو پروژو د چارو پرانیستې مراسمو ته وویل، یادو پروژو کې د پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون لپاره د ۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو پېرلو او د ۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه محراب مسجد جوړولو چې په یوه وخت کې به د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري، شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ندا محمد ندیم تېره ورځ د یادې غونډې پرمهال په دونیوي ژوند کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا خبرې وکړې او محصلانو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپلو زدهکړو موخه د الله رضا او د اسلامي ټولنې خدمت وګرځوي.
هغه وویل: «په پوهنتون کې ستاسو د تخصصي، فکري، عقیدوي او اخلاقي روزنې لپاره امکانات برابر شوي، نو له دې فرصت څخه سمه ګټه واخلئ.»
د یادونې وړ ده چې د لوړو زدهکړو وزیر وړمه ورځ لوګر پوهنتون کې هم د ۵۱ میلیون افغانيو په ارزښت د داخلي سړکونو جوړولو پروژه پرانیستې وه.