Asset 1SWN

حوثیان: پر اسراییل مو توغندیز او ډرون بریدونه کړي

حوثیان توغندیز برید

یمن کې د حوثي وسله‌والو ویاند یحیی سریع وویل، د جمعې په ورځ یې د اسراییلو په بن ګوریون هوايي ډګر او یو بل مهم هدف توغنديز او ډرون برید کړی دی.

یحیی سریع یوه بیان کې ویلي چې: “اسراییل کې مو په بن ګوریون هوایي ډګر او جفا کې مو په یو بل مهم هدف بریالي عملیات وکړل او د الله په فضل خپل هدف ته ورسېدو.”

هغه که څه هم دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونږ په اړه چزییات نه دي ورکړي خو ویلي چې اسراییلي پوځ ونه شو کولی د دوی د ډرون او توغندیز برید مخه ونیسي او د بن ګوریون ډګر الوتنې یې وځنډولې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې اسرائیل ویلي چې د حوثي وسله والو توغندی یې په بریالیتوب سره شنډ کړی دی.

یحیی سریع همدارنګه ویلي چې د غزې د محاصرې تر پایته رسېدو به د اسراييل پر ضد بريدونو ته دوام ورکړي.

دا په تېرو شپږو ورځو کې دویم ځل دی چې حوثیان پر اسرائیل او بن ګوریون هوایي ډګر د ډرون او توغندي برید کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام