Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې پر غصب‌شویو ځمکو جوړ شوي کورونه ونړول شول

6bc55a63-e010-44a7-8fe0-2399211d9afe

د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د پرېکړې له مخې، په مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالي په دولتي ځمکو جوړ شوي لسګونه هستوګنیز کورونه ونړول شول.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دغه ولایت کې د غصب مخنیوي کمېسیون د ځانګړې غونډې او د مرکزي کمېسیون د حکم له مخې، د مرکز پل‌علم او په خوښۍ ولسوالي کې پر دولتي ځمکو جوړ شوي ۴۰ غیرې قانوني هستوګنیز کورونه ونړول شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، په لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوي کمېسیون د پخوا په پرتله هڅې دوه برابره ګړندۍ شوي او په تېر یوه کال کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګلو ازاده شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې غصب شوې ځمکې بېرته حکومت ته وسپاري او د غصب مخنیوي کمیسیون سره مرسته وکړي، څو پورې په دغه ولایت کې په تېرو څو کالونو کې غصب شوې دولتي ځمکه دوباره بېرته راوګرځول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام