ننګرهار کې یو خصوصي روغتون وتړل شو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د «رسولي» پو نوم یو خصوصي روغتون یې له دې امله تړلی چې په لور قیمت یې درمل پلورل.
د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمر ډاکټر صبغت الله صافي وویل، دغه کلینیک یې له دې امله تړلی چې د ۶۰۰ افغانیو درمل یې په یوه ناروغ په ۱۰ زره افغانۍ پلورلي وه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د صافي د مالوماتو په اساس، یوه ناروغ دوی ته مراجعه وکړه او دوی تر پلټنې وروسته نوموړي ناروغ ته د هغه پاتې پیسې بیرته ورکړې او د سرغړونې له امله یې یاد کلینیک وتړه.
دا داسې مهال دی چې د خوست ولایت مقام هم تېره ورځ سهشنبه، سنبله ۱۵ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نرخونو د کنټرول او د احتکار مخنیوي کمېسیون خوست ښار کې ۸ درملتونونه چې له ټاکلي نرخ یې په لوړه بیه درمل پلورل، تړلي دي.