په تېرو لسیزو کې افغانستان کې د جګړو او وسلهوالو نښتو له ډېرېدو سره، د کونډو ښځو شمېر په څرګند ډول زیات شوی.
دغه ښځې چې ډېری یې د کور سرپرستې او د کمعمره ماشومانو مېندې دي، د مېړه خپلوانو سره د بیا واده کولو په دلیل، تر ډېره له ټولنیزو فشارونو او له خپلو ماشومانو د بېلېدو له ګواښ سره مخ دي.
خو حقوقپوهان له سلاموطندار سره خبرو کې ټینګار کوي چې د حنفي فقهې له مخې، کونډې ښځې مشخص او د نهانکار وړ حقونه لري.
د هغوی په وینا، د حنفي فقهې له مخې، د ملکیت حق، مهر، نفقه، له مېړه څخه میراث، د ماشومانو بشپړه سرپرستي او د بیا واده په اړه بشپړ اختیار، د کونډو ښځو له اساسي حقونو څخه دي.
دوی زیاتوي چې اسلامي امارت د دې ښځو د ملاتړ مسوولیت لري، خو یو شمېر کونډې ښځې چې دامهال د مېړه له ورور سره واده کولو ته اړې شوي، وایي چې د هغو حقونو په اړه د نهپوهېدنې له امله چې شریعت ورته ټاکلي، د ټولنیزو فشارونو او د ماشومانو د سرپرستۍ د ساتلو په موخه، دې ډول ودونو ته اړې شوي.
حقوقپوه پروېز خلیلي وایي چې اسلامي شریعت او حنفي فقه دولت د دې لپاره مکلف ګرځوي چې کونډو ښځو ته ټولنیز خدمات برابر کړي.
«په حنفي فقهه کې کونډه ښځه هغې ته ویل کېږي چې مخکې یې شرعي نکاح کړې وي. له حقوقي او شرعي پلوه ځانګړی ځای لري. حنفي فقهه دولت د کونډو ښځو د ملاتړ مکلف ګرځوي. پر کونډه ښځه جبر او اکراه منع دي او هغه حق لري چې د عدت تر تېرېدو وروسته بیا واده وکړي. همدارنګه د شریعت له مخې ټاکل شوی میراث ترلاسه کړي او د مالي خپلواکۍ، پرېکړهکولو، علمي او اسلامي مقام څخه برخمنه وي.»
حقوقپوهه زیبا زحل وایي چې کونډې ښځې په اسلامي شریعت کې مشخص حقونه لري چې په کې د ملکیت حق، مهر، د عدت په موده کې نفقه، د ماشومانو د سرپرستۍ حق او د بیا واده اختیار شامل دي.
نوموړې زیاتوي چې افغانستان کې ډېرې کونډې ښځې د خپلو حقونو د نهپوهېدنې له امله له فشارونو او محرومیتونو سره مخ دي، خو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره محاکمو ته مراجعه نه کوي.
هغې همدارنګه ویلي: «په حنفي فقهه کې د کونډو ښځو حقونه روښانه دي؛ لکه انساني کرامت، د خپل ژوند، واده، مال او راتلونکي په اړه د پرېکړې حق. مالي حقونه، مهر، خپلواک ملکیت، د عدت په موده کې د نفقې حق او د بیا واده حق لري؛ خو موږ داسې قضیې هم لرلې چې کونډې ښځې د اقتصادي ستونزو، د ټولنیز ملاتړ د نشتون له وېرې او پر محکمو د بېباورۍ له امله هلته مراجعه نه ده کړې.»
خو له دې سره سره، یو شمېر هغه ښځې چې مېړونه یې له لاسه ورکړي او د ټولنیزو فشارونو له امله بیا واده کولو ته اړې شوي، وایي چې د ټولنیز ملاتړ د نشتون او د خپلو ماشومانو د سرپرستۍ د ساتلو لپاره یې بیا واده منلی دی.
د هرات اوسېدونکې ۲۸ کلنه شیما وایي چې د مېړه تر مړینې وروسته د اقتصادي ستونزو او د ټولنیز ملاتړ د نشتون له امله مجبوره شوه، څو د خپلو ماشومانو د حضانت د حق د ساتلو لپاره د مېړه له ورور سره واده وکړي.
نوموړې وایي: «د مېړه له وفاته وروسته د مېړه کورنۍ زما اولادونه رانه واخیستل. یو ځل یوې ښځینه وکیلې ته ورغلم، خو راته یې وویل چې محکمې ته عریضه ورکړه، خو په داسې مسایلو کې چېرې له ښځو ملاتړ کېږي؟ اقتصادي توان مې هم نه درلود چې د محکمې چارې پر مخ یوسم، نو مجبوره شوم له خپل ایور سره واده وکړم.»
د کاپیسا اوسېدونکې ۳۸ کلنه لیلما او د پروان اوسېدونکې ۴۰ کلنه مرحبا چې دواړه د څلورو ماشومانو مېندې دي، وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله بیا واده کولو ته اړې شوي او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«د مېړه د کورنۍ فشار و، ایور مې اړ ایستلم چې ورسره نکاح وکړم. مرسته یې نه کوله، اقتصادي ستونزې وې، ځکه محکمې ته ولاړه نه شوم. د پلارنۍ کورنۍ اقتصاد هم کمزوری و، دوی نه شوای کولای زما او زما د اولادونو پالنه وکړي، له همدې امله مې ایور له مجبورۍ ناوړه ګټه واخیسته او دې واده ته اړ شوم.»
«اولادونه مې راسره دي، یوازې د همدې اولادونو لپاره مې له ایور سره واده وکړ او د هغوی د سرپرستۍ لپاره مې دوهم واده ومنه. په ژوند کې مې منفي بدلونونه راغلي، ځکه دې واده ته مې رضایت نه درلود او یوازې د مجبورۍ له مخې شوی دی. که زما په واک کې وای، هېڅکله به مې واده نه و کړی. که له مېړه تر وفاته وروسته څوک راسره مرسته کوله او د اولادونو لګښت به برابرېده، نو بیا به مې واده نه کاوه.»
خو له دې سره سره، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان د کونډو ښځو د حقونو د رعایت پر اهمیت ټینګار کوي او وایي چې د افغانستان په ټولنه کې ځینې کسان یا د ښځو، په ځانګړي ډول د کونډو ښځو له شرعي حقونو ناخبره دي او یا هم په قصدي ډول ترې سرغړونه کوي.
د ښځو د حقونو فعاله حمېرا فرهنګیار په دې اړه وایي: «د کونډو ښځو له اساسي حقونو څخه یو هم میراث دی چې له خپل مېړه یې ترلاسه کوي، همدارنګه مهر، د ماشومانو حضانت او د بیا واده حق لري. خو دا چې ډېری خلک پر دغو حقونو باور نه لري، لامل کېږي چې ښځې له لا ډېرو تاوتریخوالي سره مخ شي. د مېړه له خپلوانو سره د کونډو ښځو جبري ودونه یوه فاجعه ده، ځکه دا پرېکړې د ښځو له نهشتون او خوښې پرته کېږي.»
اخوا، د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولان سره له دې چې د کونډو او بېسرپرسته ښځو د قضیو د څېړنې کره شمېرې نه وړاندې کوي، خو وایي چې د روان لمریز کال په ترڅ کې یې د سلګونو کونډو او بېسرپرستو ښځو قضیو ته رسېدنه کړې.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په دې اړه سلاموطندار ته وایي: «د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په تېرو څلورو کلونو کې د هغو خوېندو زرګونو قضیو ته رسېدنه کړې چې بېسرپرستې او یا هم کونډې دي او د هغوی له بېلابېلو حقونو یې دفاع کړې. یوازې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې په ټولو ولایتونو کې د سلګونو کونډو او بېسرپرسته ښځو قضیو ته رسېدنه شوې، حقونه یې ورکړل شوي او ملاتړ ترې شوی.»
د بشري حقونو د فعالانو په وینا، د کونډو ښځو جبري او ناغوښتل شوي ودونه د هغو ټولنیزو او رواني پایلو بېلګه ده چې د هغوی د حقونو د محرومیت له امله رامنځته کېږي.
که مسوول حکومتي بنسټونه د ماشومانو له حضانت څخه محرومیت، اقتصادي فشارونه، د مېړه له خپلوانو سره جبري ودونه او نور موارد کنټرول یا مخنیوی یې ونهکړي، کولی شي پراخې رواني او کورني کړکېچونه رامنځته کړي.