Asset 1SWN

سلام وطندار

حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو سخت بریدونه کړي

17israel-iran-Hezbollah-wjgz-articleLarge

د لبنان د مقاومت ډلې حزب‌الله ویلي چې د نیمې شپې راهیسې یې پر هغو اسراییلي ځواکونو څو بریدونه کړي چې د لبنان خاورې ته اوښتي دي.

د یادې ډلې په وینا، د لبنان د مارجعیون ولسوالي اړوند د القنطره په سیمه کې د اوبو زېرمتون ته نږدې یې د اسراییلو پر «دوو مرکاوا»ټانکونو برید کړی دی.

همدارنګه حزب‌الله ویلي چې د الطیبه سیمې ته نږدې یې د هغو اسراییلي سرتېرو پر وړاندې چې د لیتاني سیند پر لور روان وو، د توغندیو، توپچي مرمیو او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله بریدونه کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د دې هېواد لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو مخکې ګواښ کړی و چې تر لیتاني سیند پورې به د لبنان خاوره ونیسي. نوموړي دا اقدام د اسراییلو د شمالي سیمو د امنیت لپاره د یوه «حایلي کمربند» د جوړولو په موخه بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام