Asset 1SWN

د هرات مسوولان: له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر کم شوی

کډوال ایران

د هرات ځايي مسوولان وايي، دې وروستیو ورځو کې د اسلام‌کلا له لارې ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر کم شوی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د کډوالو چارو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د عامه پوهاوي او اطلاعاتو کمیټې مسوول احمدالله متقي نن (چهارشنبه، اسد ۱۵) وویل، تېرو دوو ورځو کې ۱۳ زره افغانان د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راغلي.

د نوموړي په وینا، تېره یوه نیمه میاشت کې ۸۵۴ زره او ۶۵۵ افغانان له ایرانه راستانه شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا داسې مهال دی چې د تېرې سرطان میاشتې په لومړیو کې د اسلام‌کلا له لارې د راستنېدونکو افغانانو شمېر په ورځ کې ۳۵ زره کسانو ته رسېده، خو اوس د مسوولانو د شمېرو پر بنسټ، دغه کچه تېرو دوو ورځو کې ۱۳ زرو ته را ټیټه شوې ده.

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، روان میلادي کال کې له ۱.۴ میلیون څخه ډېر افغانان په سختو شرایطو کې راستنېدو ته اړ اېستل شوي چې نامالوم وضعیت سره مخ دي.

یو‌ان‌اچ‌سي‌ار اندېښنه ښوولې چې له ګاونډیو هېوادونو په پراخه کچه د افغانانو راستنېدل بشري بحران رامنځ ته کوي او اړتیا ده چې ورسره بېړنۍ مرستې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام