په لغمان کې روغتیايي کارکوونکي وایي چې د بواسېر یا «هموروئید» ناروغي د اومېندوارو ښځو ترمنځ یوه عامه ستونزه ده چې ډېری وخت د اومېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې رامنځته کېږي. که څه هم دا ناروغي په مستقیم ډول پر جنین اغېز نه کوي، خو د مور لپاره د درد، خارښت، وینې بندښت او رواني فشار لامل ګرځي.
د نسايي-ولادي برخې ډاکټره صالحه وایي چې بېلابېل فزیکي او هورموني عوامل د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو سبب کېږي.
هغې وویل: «د رحم وزن او فشار، قبضیت، د وینې د حجم زیاتوالی، د هورمونونو بدلون او د اوږدې مودې لپاره ناسته یا ولاړه پاتې کېدل د بواسېرو د زیاتېدو مهم لاملونه دي. دا ستونزه ډېر وخت د امیندوارۍ په درېیمه دوره او یا هم د زېږون پر مهال پېښېږي.»
نوموړې زیاتوي چې بواسیر ماشوم ته خطر نهلري، خو د مور لپاره د سخت درد او تکلیف سبب ګرځي او اړتیا ده چې اومېندوارې ښځې د خوړو او ژوند عادتونو ته پام وکړي او د ډاکټر مشورې تعقیب کړي.
په مهترلام ښار کې د لغمان ولایتي روغتون د نسایي- ولادي څانګې کارکوونکي وایي چې هره ورځ ګڼې اومېندوارې ښځې د بواسېر د درملنې لپاره روغتون ته مراجعه کوي. د دغه روغتون یوه قابله زینب احمدي، وایي چې د هغوی د اوونیزو معایناتو پرمهال په اوسط ډول له پنځو تر شپږو ښځو پورې له همدې ناروغۍ سره مخ وي.
هغې وویل: «هره اوونۍ چې د امیندواره ښځو معاینات کوو، لږ تر لږه پنځه یا شپږ ناروغانې د بواسېرو ستونزې لري. دا یوه ډېره شایع ناراحتي ده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هاجره، د لغمان د عامې روغتیا ریاست د عمومي جراحي متخصصه، وایي چې د رحم فشار، قبضیت، هورموني بدلونونه، اوږده ناسته یا ولاړه او د حاجت پر وخت زور وهل د دې ناروغۍ مهم لاملونه دي. د هغې په وینا، د بواسېرو د درملنې لپاره صحي رژیم، د محلي دواګانو استعمال، یخ کمپرس او د قبضیت مخنیوی اغېزمن دي.
هغې زیاته کړه: «په سختو قضیو کې د ډاکټر مشوره اړینه ده، خو جراحي ډېری وخت د زیږون تر وخت پورې ځنډول کېږي، ځکه چې د امیندوارۍ په ختمېدو بیا ډېری ناروغان ښه کېږي.»
په لغمان کې سره له دې چې عصري طب د بواسېرو د درملنې لپاره مهمه برخه ده، لاهم درملنه د سنتي طب له لارې خپل ارزښت لري. ، د طب سنتي حکیم روحالله امیني وایي چې بواسیر درې ډولونه لري: تکمی، بادي او خوني چې د ټولو درملنه کیدای شي، خو د اومېندوارو ښځو لپاره د سنتي دواګانو کارول مناسب نهدي، ځکه ماشوم ته زیان رسولی شي.
۲۰کلنه نجیبه وايي چې دویم ځل اومېندوارۍ د اتمې میاشتې پرمهال بواسیر شوې وه. هغې وویل: «درد او وینه وه، ډاکټر کریم راکړ، نرم خوراک مې وکړ او مقعدم مې غوړاوه. ګرمو اوبو حمام مې درد کم کړ. دوه میاشتې وروسته بشپړ روغه شوم.»
۲۵کلنه شبانه د څلورو ماشومانو مور ده او ورته تجربه لري. هغه وايي چې د صحې لارښوونو رعایت د بواسېرو شدت کمولی شي. متخصصان ټینګار کوي چې کافي اوبه څښل، مناسب خوراک، ورځنی تحرک او اوږده ناسته یا ولاړ پاتې کېدل د بواسېرو مخنیوی کوي.