Asset 1SWN

شیرین‌تګاب کې روغتیايي ستونزې؛ «روغتون یوه دست‌کشه نه‌لري»

فاریاب-شیرین تکاب

د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ يوشمېر اوسېدونکي د یادې ولسوالي په ۲۰ بستريز روغتون کې د ناروغانو لپاره د اړتيا وړ درملو له کمښت او د طبي وسایلو له نشتوالي شکايت کوي.

دوی وايي، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې دغه روغتون کې د درملو نشتون ستونزه راپورته شوې، خو چارواکو تراوسه ورته پام نه‌دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امان‌الله یو له هغو کسانو دی چې نوی زېږېدلی ماشوم یې د شیرین‌تګاب ولسوالي روغتون کې بستر دی. دی وایي، یاد روغتون کې د درملو او طبي وسایلو نشتوالي له امله اړ دی چې د خپل ناروغ د اړتیا وړ درمل له بازاره واخلي او ځینې طبي معاینات هم له روغتونه بهر وکړي.

نوموړي وویل: «راځو ډاکټر وايي چې درمل نشته، دلته یې لیکي، که زر هم وي، له بازار یې اخلو که لس زره هم وي، بازاره یې راوړو. هر څه له بهر راوړوو، یوه دست‌کشه نه‌لري، ارزښت یې ۲۰ افغانۍ دی، نوم یې روغتون دی، څه وکړو نو.»

شکریې بیا خپل ماشوم د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوړی دی. هغه وايي، ماشوم یې سینه‌بغل دی. «اسهال دی او استفراغ کوي، تېره ورځ له دولت‌اباد راغلو، تراوسه مو ناروغ بستري دی. داکتران یې ښه معاینه کوي، خو درمل نشته چې رایې کړي، له بازاره یې اخلوو.»

حکمت‌الله چې خپل ناروغ یې دې روغتون ته راوړی، وايي ډېری ناروغان چې د شیرین‌تګاب ولسوالي روغتون ته مراجعه کوي، بې‌وزله دي او د نورو ولسواليو هغه اوسېدونکي دي چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ناروغانو لپاره درمل نه‌شي اخیستلی.

هغه له چارواکو غوښتنه کوي چې دغې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او د خلکو ستونزې حل کړي. «دې روغتون کې ډاکټران د خلکو ستونزو هواري لپاره هڅې کوي، خو امکانات، درمل او سیروم نشته، حکومت باید د خلکو ستونزو لپاره کار وکړي.»

په همدې حال کې د شیرین تګاب ولسوالي د روغتیايي شورا مشر غلام نبي هم د دې ولسوالي په ۲۰ بستریز روغتون کې شته ستونزې تاییدوي او وایي، یاد روغتون ته هره ورځ په منځنۍ کچه له ۲۰۰ تر ۵۰۰ ناروغان مراجعه کوي، خو روغتون کې داسې درمل نشته چې ناروغانو ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه یې څو ځلې د فاریاب د عامې روغتیا ریاست او د قرارداد د دفتر له مسوولانو سره خبرې کړې؛ خو تراوسه ورته پاملرنه نه‌ده شوې.

هغه وویل: «زموږ د ولسوالي ستونزې ډېرې دي او زموږ تر پوښښ لاندې درې ولسوالۍ دي، دولت‌اباد، جمعه بازار او شیرین تګاب ناروغان راځي، معاینه کېږي، ډيپو ته چې ځي، وايي درمل شته. یوازې موږ نه ټول فاریاب له دې دفتر پوزې ته راغلي، که عامې روغتیا او ولایت زموږ غږ وانه‌‌وري، ګنې مرکز ته به خپل عرض وکړو او هلته به غږ پورته کړو.»

د فارياب د عامې روغتيا ریاست سرپرست مخدوم فضل هادي فاروق هم دغه ستونزه تاییدوي او وايي، له تېرو کلونو راهيسې د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د درملو او طبي وسایلو د کمښت ستونزې شته چې د هواري لپاره یې هڅې روانې دي.

مخدوم فضل هادي فاروق سلام‌وطندار ته وویل: «یوازې شیرین تګاب نه‌دی، نورې ولسوالي هم دي چې د درملو کمښت سره مخ دي، رښتیا هم هغه ډول چې تطبیق کوونکي دفتر ژمنه کړې وه، عمل نه‌دی کړی، موږ خپله هڅه کوو چې پر دې دفتر فشار راولو، څو خپل خدمتونه ښه کړي او د خلکو ستونزې حل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د شيرين تګاب ولسوالي اوسېدونکي په روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې د درملو او طبي تجهیزاتو د کمښت تر څنګ، دغه ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي، د مواصلاتي لارو او د ډاکټرانو د نه‌پاملرنې په اړه هم شکایت کوي او له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام