د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني وايي چې له خپل دین څخه د دفاع په لاره کې هر ډول قرباني او سرښیندنې ته اماده دی. نوموړي دغه څرګندونې «دوشنبه، کب اوومه» خوست کې د حسن قرائت مراسمو کې د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړي دې مراسمو ته وویل چې د اسلام دين څخه دفاع لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دی او له دین څخه د دفاع لاره کې د هېچا لحاظ هم نهساتي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «کله چې زموږ دين ته اهانت کېږي، بيا زموږ د قوم، منطقې او سيمې سړی چې هر څومره موږ ته معززوي، خو که د دين سپکه کېږي، بيا هر ډول قرباني ته تيار يو، بيا د مور او پلار قرباني ته هم تيار يو، د طن قرباني ته هم تيار يو.»
د کورنيو چارو سرپرست همداراز له خلکو غوښتنه وکړه چې د سياست په ځای دې خپل وخت عبادت ته ورکړي.
د هغه په وینا، شل کاله قرباني یې د اوسني نظام د پایښت لپاره ورکړې، ځک چې اوس هېواد کې شريعي نظام راغلی او څوک د بل چا پر حق تېری نهشي کولای.
نوموړي وویل: «اوس وخت کې زموږ ټول هېواد سياسي شوی، مخکې کلونو کې نظامي و، ځکه زموږ د ټول ملت فکر په جنګ کې و، هر چا به ويل چې ورځ کې څه پېښ شول، شپه کې به څه پېښیږي او څه جوړ شول شپه او ورځ به دغه مجلسونه و. اوس فکر داسې شوی چې اوس به هېواد څنګه شي، څنګه به جوړ شي، نو نر او ښځه ټول په سياست کې اخته دي.»
د حسن قرائت ياد مراسم د خوست ښار په تجويد القران مدرسه کې جوړ شوی و چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو قاريانو ترڅنګ پهکې له ايران او پاکستان څخه هم قاريانو ګډون کړی وو.