Asset 1SWN

د پوهنې وزارت سرپرست: د عصري او ديني زده‌کړو کيفيت ښه‌والي لپاره کار کوو

پوهنې وزیرـ حبیب‌الله اغا

د پوهنې وزارت سرپرست حبيب‌الله اغا وايي چې دغه وزارت په هېواد کې د عصري او ديني زده‌کړو د کيفيت ښه‌والي لپاره هڅی کوي.

نوموړي یادې څرګندونې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۱۴مه پکتيکا کې د ۱۷ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارو پيل په پار په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وينا، په اوسني وخت کې عصري زده‌کړې د هېواد‌والو يوه تر ټولو اساسي غوښتنه ده. د پوهنې سرپرست ټينګار ‌وکړ چې د پکتيکا لرې‌پرتو ولسواليو ترڅنګ ټولو سيمو ته به د پوهنې په برخه کې پام کېږي.

نوموړي وويل: «ديني علومو او عصري علومو د کيفيت ښه‌والي لپاره کار کوو. هره ټولنه عصري علومو ته اړتيا لري، خو بل‌خصوص افغاني ټولنه بيا ډېره زياته اړتيا لري. نو اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې څومره ترقي ديني علومو ته ورکوي، همدومره به عصري علومو ته هم کار کوي.»

حبیب‌الله اغا همداراز وویل چې د ښوونځيو ښوونکو معاشونو لوړولو لپاره به هم مشرتابه سره خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې د ښوونکو اوسني معاشونه کم دي چې په خبره یې، د خپلې کورنۍ اړتياوې پرې نه‌شي پوره کولی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پکتیکا کې یاد ۱۷ ښوونځي د جاپان په مالي مرسته او د يونېسف په ملاتړ جوړېږي چې ۱۶۷ میلیونه افغانی لګښت پرې راځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام