Asset 1SWN

د ا.ا مشر: هېڅ‌کله د شریعت پر سر معامله نه‌کوو

هبت‌الله اخند‌زاده

د ملګروملتونو له لوري د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت پر نوي قانون د نیوکو ترڅنګ، د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د دغه قانون پر پلي‌کېدو ټینګار کړی.

د اسلامي امارت مشر کندوز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له محلي چارواکو او دیني عالمانو سره کتنه کې ویلي، په هېڅ صورت نه‌غواړي چې د شریعت پر سر معامله وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د لوېديځو هېوادونو پر تګ‌لارې هم نيوکه کړې. د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخندزاده د خپلو خبرو په یوه برخه کې چې د ارګ پر اېکسپاڼه خپره شوې، زیاته کړې: «امربالمعروف او نهې‌عن‌المنکر د اسلامي نظام اصلی دنده ده او د شریعت خلاف کړنو مخنیوی دی او دا د مجاهدینو لویه دنده ده.»

ملګرو ملتونو د دوشنبې پر ورځ د افغان ښځو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته ویلي، د امربالمعروف او نهې‌عن‌المنکر وزارت د قانون پلي‌کېدل او د ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت د سیاستونو دوام د افغانستان د انزوا لامل کېدای شي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان د بشري حقونو مسلې په اړه د ملګروملتونو پر چلند نیوکه کوي او وایي، له دغې مسلې څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه محمدزلمي اففانیار پوپل وویل: «د اسلامي حکومتولۍ برخه کې مهم اصل د شریعت او اسلامي فرامینو پلي‌کول دي چې سرپرست حکومت پرې تایید کوي، خو دا چې نړۍ سره باید تعامل ولرو، دا تعامل باید د ملي ګټو خوندیتوب پر محور وي، نه د سیاسي ګټو. که نړۍ د افغانستان اړه اندېښنه ښيي، نو غزه کې د خلکو وضعیت په اړه څه پیام لري.؟»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د نړیوالې ټولنې ترڅنګ، افغانان هم له اسلامي امارته تمه لري چې د ښځو په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړې په اړه خپله تګلاره بدله کړي او نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام