نن شنبه، د مارچ ۱۵مه د خوب له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د خوب نړیوالې ټولنې سږکال دغه ورځ د «خوب روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ» شعار ته ځانګړې کړې ده.
د خوب نړیواله ورځ د خوب نړیوالې ټولنې له لوري د پوهاوي یو فعالیت دی چې د خوب درملو نړیوالې ټولنې (WASM) او د خوب د نړیوال فدراسیون (WSF) له لوري رامنځته شوی دی.
د خوب د نړیوالې ورځې په مناسبت، فعالان هڅه کوي چې د انسانانو روغتیا ته د خوب د ارزښت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي.
د خوب نړیوالې ورځې بنسټ د یادې ورځې په تړاو پر خپله وېبپاڼه لیکلي: «دغه ورځ د خوب روغتیا ته د ارزښت ورکولو لپاره د زرګونو متخصصانو، سازمانونو او فعالانو سره یوځای د ودې ورکولو فرصت دی. کله چې موږ ټول د خوب روغتیا او #WorldSleepDay په ګډه دودوو، نو زموږ ګډه هڅه د هغې له برخو څخه لویه ده. د خوب په نړیواله ورځ د خوب روغتیا په اړه خبرې خپرې کړئ او د خوب په تړاو پوهاوي لوړولو کې مرسته وکړئ!»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوب نړیواله ورځ په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کې ونمانځل شوه او د هغه کال شعار دا وو چې ښه خوب او په بشپړه توګه ويښ ژوند وکړئ. له هغه راهیسې دغه ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د خوب نړیوالې ورځې په اړه د دغې ټولنې په اعلامیه کې پر روغتیاپالانو غږ شوی چې په خپلو ټولنو کې د خوب د ارزښت په اړه د پوهاي د کچې د لوړولو لپاره بحثونه وکړي او معلومات خپاره کړي.